د نن ورځې مهم خبرونه

په ګردیز کی پر افغان ځواکونو موټر بم برید شوی

ځایي چارواکي وایي چې په برید کی یو شمېر سرتیري شهیدان او ټپيان شوي دي.


نن دپښتنو او بلوڅو دیووالی ورځ نمانځل کیږي

دا ورځ د افغانستان د سرحدونو او قبایلو  چارو وزارت لخوا په کابل کې نمانځل کیږي، چې پکې چارواکي هم ګډون کوي


د سعودي پادشاه شپږ دولتي چارواکي دمالي فساد په تور له دندو ګوښه کړل

د سعودي پادشاه ملک سلمان د شاهي کورنۍ د دوو غړو په ګډون د دغه هېواد شپږ دولتي چارواکي د مالي فساد په تور له دندو ګوښه کړل.

سعودي تر دې وړاندې هم يو شمېر دولتي چارواکي او د شاهي کورنۍ غړي د مالي فساد په تور له دندو ګوښه کړي و.


د هند پخوانی ولسمشر په کرونا تر اخته کېدو وروسته مړ شو

د هند پخوانی ولسمشر پراناب مکرجي په کرونا تر اخته کېدو وروسته د ۸۴ کلونو په عمر مړ شو. نوموړی د ۲۰۱۲ له جولای میاشتې د ۲۰۱۷ کال تر جولای میاشتې پورې د هند ولسمشر پاته شوی.


پاکستان د افغانانو په مشرۍ د سولې له روانې پروسې ملاتړ کوي

د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان په دویمه ګډه ناسته کې پاکستاني پلاوي د افغانانو په مشرۍ د سولې له روانې پروسې ملاتړ کړی دی.

 

د ولسي جرګې یو وکیل د پیسو د قاچاق په تور نیول شوی

‏د کورنیو چارو وزارت وايي چې په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازی او د اقتصادي کمېسیون رییس عبدالحمید شریفي د ۲۰۰ زره یورو د قاچاق په تور د حامد کرزي په هوايي ډګر کې ونیول شو.


حکومت تېره شپه دطالبانړ ۱۰۳ زندانیان خوشې کړي

چارواکي وايي، چې تېره شپه د پاتې ۳۲۰ طالب بنديانو له ډلې يې ۱۰۳ تنه د پُلچرخي او ولايتونو له زندانونو څخه خوشې شوي دي.

څه موده وړاندې د سولې لويې مشورتي جرګې هم د دغه کسانو د خوشې کېدو غوښتنه تاييد کړې وه.


د امريکا د ملي امنيت سلاکار ولسمشر غني سره ټیلیفوني خبرې کړي

د امريکا د ملي امنيت شورا سلاکار ولسمشر غني سره په خبرو کې ویلي، امريکا د يو خپلواک , ديموکراتيک افغانستان څخه ملاتړ ته دوام ورکوي تر څو بيا د نړيوال تروريزم پر مرکز بدل نشي.


افغان ځواکونر په کندهار او زابل کې د ۲۴ ماین چاودنو څخه مخنیوی کړی

د ملي دفاع وزارت وايي، چې افغان ځواکونو په کندهار او زابل ولايتونو کې د وسله والو مخالفينو له لوري ځاي پر ځای شوي ۲۴ کړۍ ماينونه کشف او خنثی کړي دي.


کندهار کې ۲۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ۲۰۵ اتل قول اردو وایي چې د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې ۱۲ طالبان وژل شوي او ۱۳ نور یې ټپیان شوي دي.


فاریاب کې ۱۱ تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې 

د ۲۰۹ شاهين قول اردو مطبوعاتي دفتر وايي، چې تېره ورځ مازيګر مهال د فارياب ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کې د هوايي بريد په نتيجه کې ۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي.

 

پکتیا کې ۲ پاکستاني وسله‌وال وژل شوي

د پکتيا ولایت امنيتي مسوولين وايي، چې دغه دوه پاکستاني وسله وال تېره ورځ په مقبلو سيمه کې هغه مهال ووژل شول، چې د امنيتی ځواکونو پر پوستې يې بريد وکړ.

طالب وياند ذبیح‌الله مجاهد هم د خپلو دوو ملګرو وژل کېدل تایید کړي دي.


دقوانینو کمېټې په تذکرو کې دمور نوم د لیکلو طرحه تایید کړه 

د ولسمشر د لومړي مرستیال، سرور دانش په مشرۍ د افغانستان د قوانينو کمېټې، په تذکره کې د مور نوم د لیکلو طرحه تایید کړه.

حکومت دا پرېکړه وروسته ترهغه کوي چې ګڼو مدني فعالینو، ښځو، د حقوقو فعالو بنسټونو په پېژندپاڼو کې د مور د نوم لیکلو غوښتنه کړې وه.


ننګرهار کې د دوه سیمه ییزو قومندانانو په ګډون ۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي

ننګرهار ولایت رسنیو دفتر وايي، چې په شېرزادو ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو د بريدونو پر مهال، د وسله والو طالبانو دوه سیمه ییزو قوماندانانو په ګډون اته وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.


لغمان کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ پيل شوه

دلغمان د احصايې رئيس عبدالقاهر هاشمي په وینا، ياد مرکز کې د ورځې شاوخوا ۲۵۰ کسان د برېښنايي پېژندپانې د ترلاسه کولو په موخه بايومتريک کېږي.

د لغمان والي ويلي، چې ډېر ژر به په دې ولايت کې د برېښنايي پېژندپاڼو دوهم مرکز هم پرانيزي.


عامې روغتیا وزارت وايي، چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کرونا ویروس ۳۱ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي او ۴ تنه له دې وبا څخه مړه شوي دی.

دې سره ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۸ زره او ۲۰۰ تنو ته ورسېد.

  • 11 وږی 1399